د ماشوم لپاره د موبایل، ټلویزیون، او ګېم حدود – ولې مهم دي؟
نن سبا ماشومان ډېر وخت په موبایل، ټلویزیون، یا وېډیو ګېمونو بوخت وي. که څه هم دا شیان ځینې ښېګڼې لري، خو که کنټرول و نه لري، نو زیان یې تر فایدې ډېر سي. ماشوم باید دا شیان وکاروي، خو په حدودو کې، نه بې حسابه.
۱. د موبایل استعمال – څه وخت، څنګه، او ولې؟
✔ مثال: نعمت نومی یو لس کلن ماشوم دی، هره ورځ چې له مکتبه راسي، اول موبایل اخلي. کله چې مور ورته ووایي چې درس ووایه، نو وایي “بس دا یوه وېډیو وګورم”. دا یوه وېډیو ددې لامل کېږي چې هغه، ناوخته خوب ته ورځي. او دا عادت ورو ورو د نعمت د یاداښت، سترګو، او د مور و پلار احترام ته تاوان ور رسوي .
📌 د موبایل لپاره حدود:
- تر ۱۰ کلنۍ کښته ماشوم ته شخصي موبایل مه ورکوئ.
- د کارولو وخت محدود کړئ، لکه ۳۰ دقیقې تر ۱ ساعت پورې.
- یوازې د زدکړې، دیني موادو، یا مثبتو پروګرامونو لپاره اجازه ورکړئ.
- د ماشوم تر څنګ ناست اوسئ، چې څه ګوري او وې څارئ.
- د خوب د وخت څخه مخکې موبایل بند کړئ، لږ تر لږه ۱ ساعت مخکې.
۲. ټلویزیون – د معلوماتو منبع یا د وخت ضیاع؟
✔ خطرونه:
- د تاوتریخوالي صحنې یې د ماشومانو زړه سختوي.
- غیر اسلامي او غیراخلاقي مواد ذهن خرابوي.
- بېوخته خوراک، درس نه ویل، او د سترګو خرابوالی.
📌 د ټلویزیون حدود:
- د ورځنۍ کتلو وخت يي محدود کړئ (تر یوه ساعت باید ډیر نه وي).
- یوازې د ماشومانو لپاره مناسب چینلونه، لکه اسلامي او تعلیمي.
- ټول کورنۍ سره یوځای باید تلویزيون وکتل سې ځکه چې څارنه وکړئ.
- هر هغه پروګرام چې د ماشوم عمر ته جوړ نه وي – بند یې کړئ.
۳. وېډیو ګېم – تفریح که اعتیاد؟
✔ حقیقي مثال: یو ماشوم “عرفان” نومی، هر ماښام درې ساعته وېډیو ګېم کوي. له کورنۍ ګوښه سوی، درسونه یې شاته پاتې دې، سترګې یې کمزوري سوې، او قهرجن طبیعت لري. مور و پلار یې اوس پښېمانه دي، خو اوس ناوخته دي.
📌 د ګېم حدود:
- یوازې د اونۍ په خاصو ورځو کې اجازه ورکړئ، نه هره ورځ.
- د ګېم انتخابول بايد له تاسو سره وي، نه له ماشوم سره.
- که ګېم تشدد یا ناسم پیغام لري – بند یې کړئ.
- د ماشوم سره یوځای کښینئ او د لوبې محتوا وګورئ.
۴. د مور و پلار رول – له بندیز نه تر همکارۍ
- یواځې منع کول ګټه نه لري. د ماشوم سره منطقي خبرې وکړئ، چې ولې دا حدود مهم دي.
- خپل وخت هم تنظیم کړئ، که تاسو هم ټلویزیون ته ډېره توجو کوئ، ماشوم به هم له تاسو څخه تقلید کوي.
- بدیل فعالیتونه پیدا کړئ، لکه: د کور کارونه، کتاب لوستل، باندنۍ لوبې، قصې ویل.
۵. کوم عمر کې څه ډول محتوا؟
د ماشو عمر | موبایل | ټلویزیون | ګېم |
---|---|---|---|
تر ۵ کلنۍ | نه، یا ډېر محدود | تر ۳۰ دقیقو تعلیمي مواد | نه |
۵ – ۸ کلن | د نظارت لاندې، تعلیمي | تر ۱ ساعت | ساده، غیر تشدد ګېم |
۹ – ۱۲ کلن | محدود وخت، د اهدافو لپاره | تر ۱ – ۱.۵ ساعت | مسؤولانه او څارل شوی |
۶. څه شی باید ماشوم ته ور زده شي؟
- د وخت مدیریت.
- د سترګو، دماغ، او خوب ارزښت.
- د حلالو او حرامو فرق په انلاین نړۍ کې.
- د ریښتیني ژوند ارزښت د مجازي نړۍ پر وړاندې.
پایله:
که چیرې د موبایل، ټلویزیون او ګېم کارونه د حدودو سره ويي، نو ماشوم ته فایده لري. خو که بې حسابه سي، نو اخلاق، صحت، درس، او ټولنیز چلند زیانمنوي. دا د مور و پلار، ښوونکي، او د ټولنې مسؤلیت دی چې د ماشوم لپاره یو توازن جوړ کړي، نه یواځې بندیز، بلکې بدیل او همکاري.
پوښتنې – د والدینو لپاره د جوابونو سره
-
لس کلن ماشوم ته څومره سکرین ټایم (د موبایل یا ټلویزیون وخت) مناسب دی؟
تر ۱ ساعت پورې، هغه هم تعلیمي یا مثبت موادو ته، او د مور و پلار تر څار لاندې. -
ایا زه خپل نهه کلن ماشوم ته موبایل ورکړم؟
نه، بهتره ده چې شخصي موبایل ور نه کړې. که اړتیا وي، یو ساده یا شریک شوی موبایل، هغه هم تر کنټرول لاندې. -
ایا وېډیو ګېمونه ټوله تاوان لري؟
یا، ځینې ګېمونه مهارتونه زیاتوي، خو که تشدد، بد اخلاقه، یا معتاد کوونکي وي – باید بند سي. -
زه څنګه کنټرول کړم چې زما ماشوم څه ګوري؟
پیرنټل کنټرولونه یا هغه طريقي چې د والدينو لخوا پر ماشوم د کنټرول دپاره په موبایل کې ځاي پرځاي سوي وکاروه، د ماشوم سره کښینه، او مثبت چینلونه یا اپلیکیشنونه ور وښیه. -
کله چې د ماشوم څخه موبایل واخلم زما ماشوم ژاړي – څه وکړم؟
په نرمه ژبه دلیل ورته ورکړه، بدیله تفریح ورته پیدا کړه، او یو تقسیم اوقات جوړ کړه تر څو عادت يي ورو ورو بدل سي. -
ایا اسلامي یوټیوب ویډیوګانې ماشوم ته ښودل ښه دي؟
هو، که د عمر مطابق وي، له باوري سرچینې څخه وي، او وخت یې زیات نه وي. -
که ماشوم د شپې پټ موبایل کاروي، څه وکړم؟
شپه کې موبایلونه له کوټې یا اطاق څخه وباسه، او د شپې ناوخته د سکرین تاوانونه ورته تشریح کړه. -
ایا ډېر سکرین ټایم د مکتب په درسونو بد اغېز لري؟
هو، ډېر وخت سکرین ته کتل د تمرکز کمښت، د خوب ګډوډي، او د درسونو شاته پاتې کېدل راولي. -
زه څنګه ماشوم د سکرین نه علاوه نورو کارونو ته علاقه مند کړم؟
لوست، انځورګري، د باندې لوبې، قصې ویلو ته په کورني فعاليتونو کې ځای ورکړه. -
ایا دا سمه ده چې ماشوم ته موبایل یا ټلویزیون مکمل بند کړو؟
يا. مکمل بندیز اکثره ماشومان ضد ته اړباسي. غوره دا ده چې متوازن او څارل شوی استعمال ته عادت سي.