ماشوم نه یوازې دا چې جسما غټېږي، بلکې روانا، فکرا، او عاطفا هم وده کوي. دا وده یواځې د عمر په تېریدو سره نه راځي، بلکې چاپېریال، روزنه، مینه، او اړيکې پکښې اساسی رول لري. یو داسې ماشوم چې اعتماد په نفس لري، ادبناک وی، او جرئت ولری، نه یوازې دا چې په مکتب او ټولنه کې ښه ښکاری، بلکې د ژوند له ننګونو سره مقابله هم کولای سی.
اعتماد په نفس – ځانباوری يا پر وړتياوو باور درلودل
اعتماد په نفس یا ځانباوری د ماشوم د شخصيت دپاره یو له مهمو بنسټونو څخه دی. یو ماشوم چې ځانباوره وی نو په خپلو خبرو، کړنو، او پریکړو کې قوی وی. د اعتماد رامنځته کول باید له کوره پیل شی، کله چې ماشوم یوه کوچنۍ لاسته راوړنه ولری، لکه رسم جوړول، نظم ویل، یا یو کتاب ختمول، نو د والدینو تشویق او ستاینه دا احساس ورکوي چې “زه ارزښت لرم”. خو برعکس، که ماشوم هر ځل انتقاد واوري یا له نورو سره پرتله شي، دا یې اعتماد کموي.
ادب – د انسانيت ښکارندوی
ادب یا احترام هغه اخلاقی ارزښت دی چې هر ماشوم باید له کوره یې زده کړي. ادب په خبرو، چلند، او حتی د سترګو په کتو کې ښکاري. ماشومان هغه وخت ادبناک کېږي چې خپلوان، ښوونکي، او نور مشران یې له درناوی سره چلند ورسره وکړی. که ماشوم ته تل امر ونه سي بلکې ورسره خبري وسي او خبرو ته يي ارزښت ورکړل سي، نو هغوی هم زده کوي چې نورو ته څنګه احترام وکړی. د مثال په توګه، که پلار خپلې مور ته نرمي وښیي، نو ماشوم دا سلوک زده کوي چې خپلې مور ته هم نرمي وښيي.
جرئت – د حق ویلو او مقابلې وړتیا
جرئت دا نه مانا چې ماشوم جګړه مار وی، بلکې دا مانا چې ماشوم له حق څخه دفاع کولای سي، خپل احساسات وه ښودلای سي، او د خطا ویره وه نه لري، دا هغه صفت دی چې ماشوم ته باید ورو ورو ور زده سي، د جرئت لپاره ماشوم ته باید دا باور ورکړل سي چې خطا کول طبیعي دی، او که کومه تېروتنه وکړي، باید ورته سزا ور نه کړل سي بلکې لاره ور وښودل سي. جرئت ماشوم ته دا هم ور زده کوي چې خپل حق وغواړي، او که ظلم پرې کېږي، غلی به نه پاته کيږي.
د والدینو رول
والدین د ماشوم د شخصیت د ودې دپاره تر ټولو مهم رول لري. هغوی باید خپلو ماشومانو ته وخت ورکړي، له هغوی سره خبرې وکړي، هغوی واوري، او درناوی ورته ولري. ماشومان هغه څه زده کوي چې وینی يي، نه هغه چې ورته ویل کېږي. که مور و پلار په کور کې تل په منفي انداز سره خبرې کوي، ماشوم هم دا عادت اخلي. خو که مور او پلار يي خوشبین، مهربانه، او باورکوونکي وی، ماشوم هم همداسې لویېږي.
د ښوونکي او ټولنې رول
ښوونکي او د ټولنې نور غړي لکه کاکا، ماما، انا، او ښوونځي هم پر ماشومانو تأثیر کوي. ښوونکي باید ماشومان یوازې د کتاب له مخې ونه روزي، بلکې د شخصیت جوړونې لپاره هم کار پري وکړي. که یو ماشوم خجالتی وی، باید مرسته ورسره وشي چې خبرو کولو ته زړه ښه کړي، او که یو ماشوم بې ادبه وی، باید د نرمۍ له لارې اصلاح سي.
پایله
د اعتماد، ادب، او جرئت لرونکی ماشوم نه یوازې دا چې د ټولنې ګټور غړی وي، بلکې د راتلونکې لپاره یو بااعتماده، سالم، او بریالی انسان جوړیږي. د دې لپاره اړتیا ده چې مور او پلار، ښوونکي، او ټولنه د ماشومانو له روان، احساس، او شخصیت سره همدرده او مرسته کوونکې فضا رامنځته کړي.
پوښتنې او ځوابونه
- څنګه پوه سو چې ماشوم اعتماد په نفس لري؟
هغه ماشوم چې خپل نظر په ازاد ډول وایي، د خلکو له حضور څخه نه شرمیږي، او له خطا کولو څخه بيره نه لري،داسي ماشوم په ځانباوره بلل کیږي. - آیا ډارمن ماشوم ته جرئت زده کېدای سي؟
هو، که ماشوم ته اعتماد ورکړل شي، او پر خطا کولو سزا ورنکړل سي، نو ورو ورو جرئت پیدا کوي. - کوم چلند د ادب خلاف ګڼل کیږي؟
لوړ آواز، خبرې پرې کول، د مشرانو توهین، او بې احترامي بې ادبي ګڼل کيږي. - د ماشوم جرئت زیاتولو لپاره څه وکړو؟
ماشوم ته بايد دا باور ورکړئ چې خبرې یې مهمې دي، د نظر ورکړي ته یې غوږ ونیسئ، او که خطا وکړي، ورته لار ور وښایئ. - آیا تنقید د اعتماد په نفس ته زیان رسوي؟
هو، خاصتاً که تنقید د سپکاوی سره وي. تنقید بايد مثبت او د ښهوالي لپاره وي. - ماشوم څنګه با ادبه کړو؟
خپله ادبناک چلند وکړئ، ماشوم ته ښې بېلګې ورکړئ، او د ادب ارزښت ورته تشریح کړئ. - آیا هر ماشوم طبیعتاً بااعتماد زیږي؟
نه، دا یو حاصل شوی مهارت دی. اعتماد، ادب، او جرئت روزنه غواړي. - که ماشوم ادبي نه وي، څه وکړو؟
زغم ولرئ، هر ځل چې بې ادبي کوي، د نرمۍ له لارې ورته یادونه وکړئ، او مثبت سلوک ستاینه وکړئ. - آیا د ماشوم تعریف کول ګټه لري؟
هو، که رښتینی او په کار باندې وي، نو ماشوم ته هڅونه ورکوي. - آیا له ماشوم سره د خبرو لپاره وخت ورکول مهم دي؟
هو، د ماشوم خبرو ته غوږ نیول هغه ته دا احساس ورکوي چې هغه ارزښت لري، او دا د شخصیت لپاره ډېر مهم دی.